د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې چې، زر بېځایه شوې کورنۍ د ژمي له راسېدو مخکې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي. د دغه وزارت ویاند وایي، دغه وزارت هوډ لري چې، ۵ زره بېځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته ولېږدوي چې، زر کورنۍ به له ژمې مخکې او څلور زره نورې به له ژمي وروسته خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي. د هغه په وينا، د تېر کال په لړ کې تر ٦٥زرو ډېرې کورنۍ خپلو ولايتونو ته لېږدول شوې دي. له دې سره هممهاله، یو شمېر کورني بېځایه شوي خلک چې، خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي وايي، له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. دغه کورنۍ له سرپرست حکومته غواړي چې، په خپلو ولایتونو کې ځمکه ورکړي او سرپناه ورته برابره کړي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې درې مېلیونه داخلي بېځایه شوي شتون لري.