د روسیې ولسمشر، ویلادیمیر پوتین په کرملین ماڼۍ کې د شمالي کوریا له بهرنیو چارو وزیرې سره کتلې دي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیرې، چوی سون د دغه هېواد د رهبر، کېم جونګ اون پیغامونه له ځان سره وړي دي. دغه کتنه داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ نږدې والی د لویدیځ له سختو غبرګونونو سره مخ دی.