د امریکا خلک د څلورو کلونو لپاره د خپل هېواد د راتلونکي ولسمشر يا ولسمشرې ټاکلو لپاره نن سې شنبې رايې اچوي. په دې ټاکنو کې د ديموکرات ګوند لپاره کمالا هرېس او د جمهوريپال ګوند له لوري ډونلډ ټرمپ د سيالۍ ډګر ته راوتلي دي. دواړو نوماندانو خپلې وروستۍ ټاکنيزې منډې ترړې د امريکا هغو ايالتونو کې متمرکزې کړې وې چې تر ډېره د ټاکنو ګټلو برخليک ورپورې تړلی دی. شمېرې ښيي چې په امريکا کې شاوخوا ۱۴۴ ميليونه خلک د رايو ورکولو وړ دي چې تر نيمايي ډېرو يې وار دمخه خپلې رايې کارولې دي. د فلوريډا پوهنتون د ټاکنو څېړنيز مرکز د وروستيو شمېرو له مخې ۸۱ ميليونه کسانو خپلې رايې وختي او يا د پوستې له لارې اچولې دي.