د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندیښنه ښودلې او وايي، لا له وړاندې وچکالۍ د افغانستان ډير شمېر وګړي ځپلي او د هغوی د عایداتو سرچینې چې کرنیز محصولات دي، د اوبو د کچې د ټیټیدو له امله د له منځه تلو په حال کې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه د دغې اندېښنې په ښودلو پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې وچکالي او د حاصلاتو له منځه تلل خلک له لوږې سره مخامخوي او اقتصادي ستنې یې کمزورې کوي. دغه پرواګرام وایي، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۲۹م کنفرانس کې چې د روان کال د نومبر په میاشت کې په باکو کې جوړېږي، له هغه، مخکې موږ د اقلیمي بدلون په وړاندې د انعطاف د رامنځته کولو د اړتیا غوښتنه کوي. یاد پرورګرام په افغانستان کې د اوبو د کچې د ټیټېدو او د فصلونو د له منځه تلو له امله د کلیو د خالي کېدو او خلکو د کوچېدو په اړه اندېښنه ښودلې.