د نړۍوال سره صلیب فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان له نیمایي زیات وګړي یعنې۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. دغو دواړو ادارو لیکلي، د اړتیاو په اصلي لاملونو کې د اقلیمي بدلون اغېزې، د وګړو بېځایه کېدل، اقتصادي ستونزې، د خوراکي توکو کمبود او د روغتیايي سیسټم جدي نواقص شامل دي.