د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مې نېټې د فيجي نوي ولسمشر راتو نايقاما لالا بلاوو ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، فيجي د ارام سمندر له هغو هېوادونو څخه دی، چې لومړۍ يې له چين سره رسمي اړيکې ټينګې کړي او ښه راشه درشه یې ورسره پاللې ده.
نوموړي ويلي، د چين او فيجي پر سياسي اړيکو ۴۹ کالونه اوښتي، چې په درشل کې يې اړيکو ښه پرمختګ موندلی، خلکو ته يې ګټې رسولي او د سيمې او نړۍ سوله، ثبات او پرمختګ يې پياوړي کړي دي.
شي جين پينګ زياته کړې، هغه د چين او فيجي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له ښاغلي لالابلاوو سره به يو ځای د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.