د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې دمخه د شانګهای ښار د يانګ پو سيمې د لاو يانګ شو په نوم د کورس ورکولو ډلې ټولو کارکوونکو ته ځوابي پيغام استولی او دوی ته يې سلامونه او نيکې هيلې څرګندې کړې دي.
د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې شي جين پينګ له شانګهای ښار څخه د ليدنې په ترڅ کې په لومړي ځل هغه مفکوره وړاندې کړې کوم چې د خلکو ښارونه دې د خلکو لخوا اباد شي او د خلکو ښارونه دې د خلکو لپاره خدمتونه وکړي. بيا وروسته د يانګ پو سيمې د تقاعد شويو کادرانو، پوځي افسرانو، کارپوهانو، ښوونکو او کارګرو د لاو يانګ شو د کورس ورکولو ډله جوړه کړه چې عامو خلکو ته د ګوند نوښتي تيورۍ او فکرونه بيان کړي. په دې وروستيو کې دغې ډلې رئيس شي جين پينګ ته پيغام استولی، ور ته يې د دوی د کارونو معلومات وړاندې کړي او د شانګهای ښار د ابادولو ټينګ هوډ يې بيان کړی دی.