د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د همدغې مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د نومبر په ۴مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د جاپان د کابينې له ځانګړي سلاکار او د دغه هېواد د ملي امنيت رئيس تاکيو اکيبا سره لوړپوړی سياسي ډيالوګ ترسره کړی دی.
وانګ يي د چين او جاپان اړيکې د ښه والي او پرمختګ په مهم پړاو کې بللي او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه دې د مشرانو ګډې اجماع ته د عمل جامه واچوي، د اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره دې پر سمې لارې ټينګار ولري او له نوې زمانې سره سم دې خپلمنځي رغنده او ثابتې اړيکې جوړې کړي.
دواړو خواوو د ګډو اندېښنو او د نړيوالو او سيمه ييزو مسائلو په اړه هم د نظر تبادلې کړې دي.
وانګ يي ويلي، چين د سوله ييز پرمختګ پر لارې او د ځاني دفاع پر پاليسۍ ټينګار لري او په نړۍ کې د سولې او امنيت ډېر ښه ريکارډ هم لري.
نوموړي زياته کړې، هېواد به یې په هر حال کې پر عدالت ټينګار ولري او په سيمې کې د جګړې او تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره به هڅې وکړي.