د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو څخه د تازه استخراج شویو زمردو د پلور خبر ورکړی دی. د پنجشیر پنجشېر د رسنیو مرکز ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۵ زره ۱۴ قيراطه زمرد د ۲۴۵ زره ۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې تر دې وړاندې هم د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.