د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د خلکو په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده. د مالوماتو له مخې د ښوونځي دغه ودانۍ د غزني ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه امیرمحمد خان سیمه کې د (امام هادي) په نوم د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې. د سرچینو په خبره، د دغه ښوونځي د ودانولو لپاره په هېواد کې دننه او بهر پیسې راټولې شوې وې. دا ښوونځی ۱۲ ټولګي او یو اداري دفتر لري او نږدې یو نیم زر زدهکوونکو ته پکې د زده کړو اسانتیا برابره شوې ده. د یادولو وړ ده چې یوه اوونۍ وړاندې هم خلکو په خپل شخصي لګښت د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې وه.