د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۴مې نېټې له ماسپښين څخه د ۵مې نېټې تر سهار پورې د هو بې ولايت له شياو ګان ښار او شيان نينګ ښار څخه ليدنه وکړه.
نوموړی د يون منګ ولسوالۍ موزيم، د جيا يو ولسوالۍ يو فارم او سي يي کلي ته تللی او هلته يې د کلتوري اثارو د ساتنې، څېړنې او کارونې د پياوړتيا او د کلیو د هراړخيزو سمسورولو ستراتېژۍ د پلي کېدو په اړه وضعيت کتلی دی.