د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ تر دې مهال د ۲۳۰ الکټرال رایو په ترلاسه کولو سره د ټاکنو مخکښ دی. بلخوا د ټرمپ سیالې او د ډیموکراټانو نوماندې کاملا هریس تر دې مهاله ۲۰۵ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړې دي. ټرمپ تر اوسه په ۲۵ الکټرال رایو مخکښ دی. د امریکا د ټاکنو قانون له مخې ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ګټلو لپاره ۲۷۰ الکټرال کالج رايو ته اړتیا لري.