د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او مرکزي پوځي کمېسیون مشر شي جين پينګ په دې وروستیو کې د ټولنیزو کارونو په اړه مهمې لارښوونې کړې دي.
نوموړي ويلي، ټولنیزې چارې د کمونېست ګوند او دولت د چارو مهمې برخې دي، چې د وطن له دایمي ثبات او ارامتیا او د وګړیو له نیکمرغه ژوند سره نږدې اړیکې لري.
شي جين پينګ ويلي، اوسمهال ټولنیزې چارې له نوي وضعیت او نویو دندو سره مخ دي، نو په داسې حال کې باید د بېلا بېلو کچو ګوندي کمېټې سیاسي مسئولایتونه پرغاړه واخلي او د ټولنیزو کارونو په اړه باید د کمونېست کوند د مرکزي کمېټې پرېکړې او ترتیبات ښه تطبیق کړي.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ټولنیزو چارو ناسته د نومبر په ۵مې او ۶مې په پلازمېنې بېجینګ کې ترسره شوه، چې رئیس شي جين پينګ پکې مهمې لارښوونې کړې دي.