د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د جوړ شوي کمېسیون له لوري د تېرو دوو میاشتو په موده کې د کندهار ښار له بېلابیلو سیمو تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیري خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي. د یاد ولایت ځایي مسوولینو پر ټولو پرچون او عمده پلورنځیو، شرکتونو او درمل خرڅونکو ته خبرداری ورکړی، چې تر وخت تېر او بېکیفیته خوراکي او غیري خوراکي توکي او دغه راز درمل ونهپلوري، که چیرې یاده کړنه ترسره کوي؛ نو تر وخت تېر او بېکیفیته مواد به یې سوځول کیږي او هم به سرغړونکي شخص ته سزاء ورکول کیږي.