د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ په دې وروستيو کې د ۲۰۲۴م کال ((د نړيوالې انرژۍ لرلید)) او ((دواملرونکې انرژي)) راپورونه خپاره کړي او پکې يې ويلي، چې د انرژۍ نړيوال بازار د چين تر لارښوونې لاندې برېښنايي زمانې ته داخل شوی دی.
نوموړي راپورونه ښيي، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په چين کې د برق د استعمال شوې اندازې له نيمايي زياته برخه د پاکې انرژۍ له خوا برابره شوې او هممهاله په دغه هېواد کې د دواملرونکې انرژۍ د برقي ظرفيت د زياتوالي کلنۍ اندازې د نړۍ په عمومي اندازې کې له ۴۰ سلنې زياته برخه نيولې او پر مټ یې د ۳ ميليارډو ټنو په وزن د کاربن دوه اکسايډ د انيستنې اندازه کمه شوې ده. چين په نړۍ کې د دواملرونکې انرژۍ لومړی لوی کاروونکی هېواد ګرځېدلی او له اوږدې مودې راهيسې د نړۍ د انرژۍ سمون د هڅوونکي او خدمت کوونکي رول لوبوي.
د چين د انرژۍ ملې ادارې په تېر اګست کې ((د چين د انرژۍ سمون)) سپين کتاب خپور کړی او د زرغونې برېښنا په برخه کې یې د لاسته راوړنو معلومات په ډاګه کړي دي.
راپور ښيي، په تېر۲۰۲۳م کال کې په چين کې د استعمال شوې برېښنا يو په درېيمه برخه زرغورنه برېښنا وه، يعنې دغه برېښنا یې د بادي او لمريز قوت په شمول د دواملرونکو انرژو له لارې توليد کړې ده.
چين د انرژۍ د سمون په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.
چين د داخلي مغولستان په دالاد ولسوالۍ کې د بادي انرژۍ برېښناکوټ جوړ کړی او د ۴۰ زرو کيلو واټو په اندازې د برېښنايي زېرمې سيسټم یې پکې ځای پر ځای کړی دی. د دغه سيسټم سامانونه د چارج بانک په شان ناثابته بادي برېښنا زېرمه کولی او د بادي برېښنا مؤثريت او د عمومي برېښنايي سيسټم ثبات لوړولی شي.
چين په شينګهای ولايت کې د فوټو والټ يعنې د لمريزې برېښنا د شيشه يي تختو په وسيله د برېښنا توليدي زون جوړ کړی، چې پيمانه يې په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده.
دغه زون او د لوبو برېښناکوټ چې ۵۰ کيلومتره واټن ترې لري، د ثابتې برېښنايي عرضې سيسټم جوړ کړی او له دې لارې يې د فوټو والټ پر برېښناکوټ د هوايي بدلون اغېزې راټيټې کړي دي. دغسې ورته زرغونې پروژې په چين کې ډېرې دي.
د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ مشر فاتح بيرول د يادو راپورونو د خپرولو په ترڅ کې د چين ستاینه کړې او ويلې يې دي، چې اوسمهال په نړۍ کې د انرژۍ تقريباً ټولې ښې بېلګې په چين کې موندل کېږي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د نوموړي د دغې څرګندونې په اړه رسنيو ته ويلي، چې د نړۍ د انرژۍ سون د بېلا بېلو هېوادونو يووالي او همکاريو ته اړتيا لري.
نوموړي ويلي، د نړۍ د انرژۍ د سمون چارې باید يوازې د چين پر اوږو کېنښودل شي او نړيواله ټولنه بايد په دغې برخې کې ګډې هڅې وکړي.
چين له تېرو څو کلونو راهيسې د زرغونې انرژۍ په پروژو کې له سلو زياتو هېوادونو او سيمو سره همکارۍ کړې دي.
چيني تصدۍ په قزاقستان کې د سيليک په نوم د بادي انرژۍ د برېښناکوټ په ابادۍ کې پانګونه کړې، چې دغه برېښناکوټ هر کال د ۱۶۰ زرو ټنو په وزن د کاربن دوه اکسايډ د ايستنې اندازه کمولی شي.
د چين تصدۍ په متحده عربي اماراتو کې د فوټو والټ برېښناکوټ جوړ کړی، چې د ۲۰۰ زرو کورنيو برقې اړتياوې يې پوره کړي او هر کال د ۲ ميليونو او ۴۰۰ زرو ټنو په وزن د کاربن دوه اکسايډ د ايستنې اندازه کمولی شي.
د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۶مې نېټې د چين په شانګهای ښار کې پرانيستل شوی، چې د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره يې د دواملرونکي پرمختګ په برخه کې د نوښتونو د ښودنې او تبادلې مهم ډګر برابر کړی دی.
په دغه نندارتون کې د زرغون نوښت او پرمختګ لازيات معلومات تر لاسه کولی شو.