د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ۲۲ زره ډالرو په لګښت د سبزیجاتو او میوو د سړو خونو د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د مسوولینو په خبره دغه سړې خونې د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت قیصار ولسوالۍ په سرآسیاب کلي کې په ۵۴ مترمربع مساحت کې د سبزیجاتو او میوو د ساتلو په موخه جوړېږي . د یاد ولایت ځایي چارواکو دغه پروژه د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مهمو لومړیتوبونو او د کرنې د ضایعاتو د کمولو او د کروندګرو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره یې یو ارزښتناک ګام بللی دی.