طالبانو د بین الافغاني خبرو لپاره نوی۲۱ کسیز پلاوی ټاکلی چې مشري يې شیخ عبدالحکیم کوي او عباس ستانکزی به د دې ټیم مرستیال وي. په ټیم کې یوازې قطر میشته طالبان نه، بلکې د طالبانو د رهبرۍ شورا مهم غړي هم شامل دي. اوس پوښتنه دا ده چې طالبانو ولې نوی پلاوی اعلان کړ او دا بدلون به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري؟ د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د ټلېفون پر کرښه مو د بحث مېلمانه دي؛ د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري او لیکوال او ژورنالېست ولي الله شاهین. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېلای شئ.