که څه هم تر اوسه پورې د کرونا ویروس په اړه ډېر معلومات په لاس کې نشته، خو بیا هم ویلای شو چې دغه ویروس لکه توپان زموږ د بدن هرې برخې ته زیان رسولای شي. دغه ویروس لکه د سارس او مرس ویروسونو په څېر له حیوان څخه انسان ته منتقل شوی دی. کرونا ویروس د خپلې کورنۍ د نورو ویروسونو چې انسان یوازې پر زکام اخته کوي، پر خلاف د انسان په ټول بدن اور بلوي او له بده مرغه چې تر اوسه پورې یې درمل یا واکسین هم نه دي جوړ شوي. همدا یې خطر ناکوالی دی چې تر اوسه پورې یې په نړۍ کې د زرګونو انسانانو ژوند اخیستی دی. که څه هم چې د کرونا ویروس مرګ ژوبله، د سارس په پرتله پنځه چنده کمه ده، خو دغه ویروس تر اوسه په چټکۍ سره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې دی. یوه هانکانګي اپیدمیولوژیست ویلي چې که یاد ویروس همداسې د خپرېدو په حال کې وي، د دې امکان شته چې د نړۍ شپېته سلنه خلک ور باندې اخته شي.