د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې تازه یوه سړه خونه جوړه شوې، چې د ۶۰۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو ظرفیت لري. دغه سړه خونه د یوه کال په موده کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه خصوصي شرکت په پانګونې سره جوړه شوې ده. د یادې سړې خونې مسوول وايي، چې موخه یې د شمال د کروندګرو او بڼوالو ملاتړ دی. نوموړی دغه راز له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې د سړې خونې لپاره، د برېښنا د برابرولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي. د کرنې او مالدارۍ خونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې، د دا ډول سړو خونو جوړول د کرنیزو محصولاتو او تازه میوو د تنې لپاره اغېزناک بولي.