رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ به سناتور مارکو روبیو د خپلې ادارې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګوماري. مارکو روبیو یو جمهوري غوښتونکی سناتور دی. له بل پلوه ټرمپ مایکل والز د ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکلی. د دغو تازه ګومارنو په لړ کې ټرمپ لي زلدین د امریکا د چاپېریال ساتنې سازمان د مشر په توګه ګومارلی. نوموړی په کانګرس کې د نیویارک پخوانی استازی و. د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم به د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې ترسره شي.