د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې یا اوچا، په افغانستان کې د وچکالۍ کچې د معلولو لپاره یو کاري ټیم ګمارلی دی. د دغې ادارې مسوول په کابل کې له پیښو سره د مبارزې ملي ادارې له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان د وچکالیو د نښې نښانو د پیژندلو په صورت کې به، لس ملیونه ډالره د وچکالۍ د مدیریت لپاره ځانګړي کړي. اخوا د دغې ادارې د ویاند جانان سایق په وینا، په کتنه کې د اوچا پلاوي ویلي چې که د دې کاري ډلې له لوري د وچکالۍ نښې تثبیت شي، نو د مدیریت لپاره به یې افغانستان ته لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي. بل پلو، د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي چې په افغانستان کې د خپلې ژمنۍ مرستې د پلان د پليتابه لپاره د ۴.۲ میلیونه ډالرو له کمښت سره مخ دی. د دغه پلان پر بنسټ به ۱۸ زره کورنیو ته روغتیايي او ښوونیز خدماتونه وړاندې کړي او په ژمي کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له هغوی سره نغدي مرسته وکړي.