د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسۍ باندې بحث شوی. یاده پالیسي تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه، چې په عملي کېدو سره به یې افغانستان د چرګانو سکټور کې بشپړې ځانبسیاینې ته ورسېږي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به پکې شاوخوا ۷۰۰زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د اقتصادي معاونیت په وینا؛ د دې سربېره دغې غونډې ته د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریز کلونو پر مهال د کرنې وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رغول شوو او تر بیارغونې لاندې امارتي سړو خونو راپور هم وړاندې شو، چې دغه موضوعات د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شول.