د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د خطاطانو ټولنې د خطاطۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانېستلی دی. د یاد ولایت د خطاطانو ټولنې مسوولین وایي، چې دا نندارتون د اسلامي او اصیلې هراتۍ خطاطۍ د ژوندي ساتلو په موخه جوړ شوی دی. د مسوولینو په خبره په دغه نندارتون کې د امانالله پویا ۴۹ ډوله بېلابېل اثار لکه نستعلیق، مات نستعلیق او د لومړۍ پېړۍ کوفي خطاطي نندارې ته اېښودل شوي دي. دغه نندارتون ته (حدیث دوست) نوم ورکړل شوی، چې د صلاحالدین سلجوقي په تالار کې جوړ شوی، پنځه ورځې دوام کوي او دوه ورځې یې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي.