د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د دې وضاحت غوښتنه کړې، چې ولې هند نه غواړي د چمپينز ټرافۍ لپاره خپله لوبډله پاکستان ته واستوي. د کرکټ نړیوالې شورا څو ورځې وړاندې پاکستان ته خبر ورکړ، چې هندۍ کرکټ لوبډله نه غواړي د چمپينز ټرافي سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړه شي. د پاکستان رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد کرکټ بورډ به د هند د کرکټ بورډ دا دلیل هم ونه مني، چې ګنې د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته د کرکټ لوبډله نه استوي. دوی وایي چې په تېرو دوو کالونو کې د نیوزلنډ، انګلنډ او استرالیا لوبډلو پاکستان ته سفرونه کړي دي. پاکستان هم تېرکال د ۲۰۲۳ په نړیوال جام کې هند ته خپله لوبډله استولې وه. د پاکستان کرکټ بورډ دا امکانات هم رد کړي چې ممکن د هند د چمپينز ټرافي سیالۍ په متحدو عربو اماراتو او یا کوم بل هېواد کې وکړي. ټاکل شوې وه چې د کرکټ نړیواله شورا روانه اونۍ د دغو سیالیو مهالوېش اعلان کړي، خو د هند د دغې پرېکړې له کبله دا اعلان ځندول شوی.