د پاکستان په ګلګیت کې د واده د مراسمو د بس د اوښتو په پېښه کې د زوم په ګډون ۲۶ تنه مړه شوي دي. په دغه بس کې ټول ۲۷ کسان سپاره وو. دغه بس چې چکوال ته یې د یوه واده مېلمانه لېږدول، د تالیچي پله څخه اوښتی او سیند ته لوېدلی دی. په دغې پېښه کې د زوم مور هم مړه شوې؛ خو یوازې ناوې په کې ژوندۍ پاتې ده. ټپي شوې ناوې روغتون ته لېږدول شوې ده. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ګلګیت کې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې له غمجنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې دغو خلکو ته دې مرستې ورسول شي.