د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د (یو. ان. ډې. پي) سازمان په مالي ملاتړ د دغه ولایت په ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۴ زره امریکایې ډالرو په لګښت اته شنې خونې جوړېږي. دغه خونې ۳ په ارغنداب، ۳ په دامان او پاتې دوه یې په ډنډ ولسوالۍ کې جوړيږي، چې د هرې خونې پر جوړېدو به شاوخوا ۳ زره امریکایي ډالره لګښت راشي. بلخوا کروندګر وايي، چې د دې شنو خونو له جوړېدو سره به له خپلې ځمکې ډېره ګټه ترلاسه کړي. دوی له مسوولو ادارو په نورو ولسوالیو کې هم کروندګرو ته د شنو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي، چې د بې موسمه سبزیجاتو اړتیا به په کور دننه پوره کړي.