د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شبکو د انټرنیټي او غږیزو کڅوړو نوې بیې اعلان کړې. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وایي، د بیو په نوي ټاکل شوي سقف کې د هرې شبکې دننه د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه، ۱.۳۰ افغانۍ ده، چې د بیو د مخکیني سقف په پرتله ۳۰ سلنه ټیټوالی په کې راغلی. دغه راز له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د بیو د تېر سقف په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی پکې راغلی دی. د مسوولینو په وینا؛ د یو جي بي میاشتنۍ انټرنیټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په پرتله پکې ۱۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.