د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په پام کې ده چې د دغه ولایت په کلباد، آقتاش، ګلتپه، قلعهزال او عليآباد ولسوالیو کې پنځه ۲۵ بستریز روغتونونه جوړ شي. د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمدالله حکمت له ولايتي چارواکو سره د کتنې پر مهال ویلي، چې یاد روغتونونه د عامې روغتیا وزارت له بودیجې جوړېږي چې لومړنۍ چارې یې نږدې د بشپړېدو په حال کې دي. د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د روغتیایي خدماتو چټکتیا په موخه تر دې دمه لسګونه واړه او غټ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.