د هند په شمالي ایالت کې د نوي زېږېدليو ماشومانو د جدي پاملرنې په څانګه کې د اور لګېدو له امله لس تنه نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي. دغه اور پرون ناوخته د اترا پردېش ایالت د مرکز لکنو سویل لوېدیځ کې د مهاراني لکشمي بای په روغتیایي مرکز کې لګېدلی و. د دغه د ایالت مرستیال وزیر برجېش پاټک ویلي، د پېښې پر مهال په دغې څانګه کې ټول ۴۹ ماشومان ساتل کېدل، چې له ډلې یې شاوخوا ۳۸ نوي زېږېدلي ماشومان وژغورل شول. نوموړي له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، اووه تنه ټپي ماشومان په بېلابېلو څانګو او ځینو خصوصي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. هغه وویل، په دغې پېښه کې یو ماشوم لا هم تری تم دی. که څه هم د اور لګېدنې لامل لا هم معلوم نه شوی دی؛ خو د اترپردېش سر وزیر یوګي ادیتیا نات د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی.