په کییف کې د امریکا سفارت د هوايي بریدونو له وېرې د لنډمهال لپاره وتړل شو. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په اوکراین کې د احتمالي هوايي بریدونو له وېرې د خپل سفارت د تړل کېدو خبر ورکړ. د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سفارت به تړلی وي او که امریکايي وګړو ته د هوايي برید خبرداری ورکړ شي، سمدستي دې خوندي ځای ته ځانونه ورسوي.