د روسیې د بېړنیو خدمتونو د څېړنې انستیتوت خبر ورکړی، چې د داسې ګرځنده پناه ځایونو پر جوړولو یې کار پیل کړی، چې د اتومي چاودنې د ټکانونو او وړانګو په ګډون د بېلا بېلو ګواښونو پروړاندې به خوندي وي. د مسوولینو په خبره هر پناه ځای ۴۸ کسان ساتلای شي. دغه انستیتوت زیاتوي، چې د دغو پناه ځایونو جوړول د روسیې د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام دی. د “KUB-M” پناه ځای کانتنیر ته ورته دی او دوې برخې لري، چې د ۵۴ کسانو لپاره یوه خونه او یوه فني برخه لري. روسیې داسې مهال د دغو پناه ځایونو جوړول پیل کړي، چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته اجازه ورکړه چې د روسیې په خاورې کې دننه د بریدونو لپاره د امریکا د لېرې واټن وېشتونکو میزایلو څخه کار اخیستلای شي.