د کندوز ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ټولګټې پروژې چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د څارنې او ارزونې آمر ویلي، چې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ ریاست له انکشافي بودیجې څخه د کوڅو او پلو لارو د پخولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه پروژه د ۹۸۰ متره په اوږدوالي په اساسي ډول پخېږي، چې ورسره به د یادې سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې چارو په پیل خوښي څرګنده کړې او په راتلونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.