د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه ښايي په یوه نړیواله جګړه بدله شي. وروسته له هغې چې امریکا او بریتانیا اوکراین ته د روسیې پر ضد د پرمختللو وسلو د کارولو اجازه ورکړه، پوتین ټینګار وکړ چې د اوکراین د لرې واټن ویشتونکو توغندیو وروستیو بریدونو روسیې ته کوم جدي زیان نه دی اړولی. د روسيې ولسمشر په اوکراين کې د هايپرسونيک بالستيک توغندي بريالۍ ازموينې ته په اشارې سره ویلي، هېواد يې په اروپا او لرې ختيځ کې د امريکا د توغنديو د ځای پرځای کېدو په غبرګون کې د لنډ او منځني واټن ويشتونکي توغندیو جوړونې ته وده ورکوي. پوتین زیاته کړې که لویدیځ خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي روسیه به پرېکنده ځواب ورکړي.