په هرات ولایت کې ځينې متشبثې مېرمنې وايي، د پخوا په پرتله یې کاروبار غوړېدلی دی. دوی د نندارتونونو جوړېدل د خپلو تولیداتو او بازار مومندنې لپاره مهم بولي. هرات کې د مېرمنې سوداګریزو فعالیتونو ودې سره سلګونه مېرمنو او نجونو ته کاري زمینې برابرې شوې دي. ډيری دغو مېرمنو او نجونو له زده کړو او کار محرومېدو وروسته، د هنر او کسبونو زده کړې ته مخه کړې ده. په نږدې تېرو درېیو کلونو کې، هرات کې له سوداګریزو فعالیتونو سره د مېرمنو او نجونو لېوالتیا زیاته شوې ده. د هرات د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایع خونې د شمېرو پر بنسټ په تېرو درېیو کلونو کې دغه ولایت کې د متشبثو مېرمنو شمېر له ۲۰۰ تنو څخه ۷۱۵ تنو ته زیات شوی دی.