له بلخ ولایت څخه د تېر کال په پرتله سږ کال د وچې میوې صادراتو زیاتوالی موندلی دی. د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په تېرو اوو میاشتو کې، له دغه ولایت څخه د ۸ میلیونه او ۹ سوه زره ډالرو په ارزښت میوه بهر ته صادره شوې ده. ممیز، چهارمغز، توت، جلغوزي د وچې میوې مهم صادراتي توکي بلل کېږي. د وچې مېوې پلورونکي له خپل پلور څخه خوښي څرګندوي او غواړي، چې د خپلو محصولاتو په صادراتو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.