ملګري ملتونه وایي، ۲۰۲۴ زېږدیز کال د مرستندویانو لپاره مرګونی ثابت شوی، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي. یاد سازمان د غزې، اوکراین، او یمن په ګډون د جګړې سیمو کې د مرستندویانو د خوندیتوب پر نړیوالو قوانینو ټینګار کړی. باید وویل شي، چې غزه کې د روانې جګړې له امله د مرستندویانو د وژل کېدو پېښې خورا زیاتې شوې دي، چې یوازې په دې سیمه کې د حماس او اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې ۳۳۳ مرستندویان وژل شوي دي.