د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې تېره اونۍ افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو په کچه کې ۳ سلنې او له هېواده د تلونکو کسانو په کچه کې ۸ سلنې کمښت راغلی دی. د دغه سازمان د راپور لمخې، تېره اونۍ ۷۶ زره او ۵۵۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي او ۵۳ زره ۵۶ کسان بیا له هېواده بهر تللي دي. تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې په تېره یوه میاشت کې له ۱۰۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. په تېر یو نیم کال کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیرګړندی کړی دی چې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مالوماتو لمخې، له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو کې د تېر زېږیز کال پرتله ۱۸ سلنې زیاتوالی راغلی دی.