چين ميډيا ګروپ او د برازيل ملي رسنيز شرکت په پلازمېنې برازيليا کې د جي شل د مشرانو په ۱۹مې سرمشريزې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون او له برازيل څخه د نوموړي د رسمي ليدنې په درشل کې د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ۵۰مې کليزې د لمانځنې په وياړ کلتوري فعاليت ترسره کړی دی.
په دغه فعاليت کې شاوخوا ۲۰۰ مېلمنو برخه اخيستې وه او د برازيل ولسمشر لولا دا سيلوا ورته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
په ياد فعاليت کې په برازیل کې د چيني فلمي او وېډيويي خپرونو لړۍ پيل شوه، چې له مخې به یې «له شي جين پينګ سره ليدنه» او « پر سمسورې لارې مزل» په ګډون یو شمېر غوره چيني فلمي او وېډيوګانې خپرې شي او برازيليان به چيني کلتور او په نوي عصر کې رښتينی چين لاښه وپېژني.