ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې، پاکستان ته د خپل سفر په هکله مالومات ورکړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې شیاویونګ ویلي، چین له افغانستان سره د اقتصادي پياوړتیا، د اړیکو د پراختیا او د همکارۍ د زیاتوالي هڅې کوي. د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په دې کتنه کې، له چین سره اقتصادي همکاري د پرمختګ په حال کې بللې او ویلي یې دي، چې افغانستان د ملي اقتصاد د ژوندي کولو او د سیمهایزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅه کوي. په دې کتنه کې، په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ هم ګډون کړی و.