د هند سوداګریز کرکټ لیګ (ای پي ایل) د بولۍ یا د لوبغاړو د پېر مراسم نن د نومبر په ۲۴مه نېټه پیليږي. د هندکرکټ بورډ خبر ورکړی، چې سږکال د بولۍ مراسم د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې ترسره کیږي. دغه مراسم نن او سبا د ۲ ورځو لپاره ترسره کیږي. پهدې بولۍ کې ۵۷۴ هندي او بهرني لوبغاړي وړاندې کېږي، چې له ډلې یې اتلس افغان لوبغاړي دي. د ای پيایل لس لوبډلې به د یادو لوبغاړو له ډلې ۷۰ بهرني او ۱۳۴ هندي لوبغاړي وپېري. د یادولو وړ ده، چې راشدخان یوازینی هغه افغان لوبغاړی دی، چې د ګجرات ټایټنز لوبډلې له بولۍ وړاندې ځان سره د ۱۸ کروړه هندي روپیو په بدل کې ساتلی دی.