د ناټو عمومي منشي مارک روټ په فلوریډا کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتلي. د ناټو یو ویاند پرون ویلي، چې په دې کتنه کې د ناتو پر وړاندې پر بېلابېلو نړیوالو امنیتي مسایلو خبرې وشوې. تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي و، چې غواړي له ټرمپ سره وګوري څو د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د اړیکو له امله د پر مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرې وکړي.