د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په لړم میاشت کې ۲زره او ۳۵۰ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی. د یادې ادارې په وینا؛ د ثبت شویو کسانو له دې ډلې یو زر او ۲۸۶ کسان افغانستان ته داخل شوي، چې ۲۲۱ تنه یې د تاریخي ځایونو د لیدلو لپاره راغلي دي او یو زر او ۶۴ بهرني اتباع له افغانستان څخه وتلي دي. د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.