ټولګټو وزارت وايي چې د روان کال د لړم میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۶ زره ۲۳۳ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰ زره ۷۸۸ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰ زره ۷۸۰ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۴ ۲۲۹ ټنه چې ټولټال ۴۵۰ زره ۷۴ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۱۹۵۷ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي، صادر شوي دي. ټولګټو وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.