د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به راتلونکې اونۍ په مشهد کې ترسره شي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ایکو دا غونډه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو او د سیمه ییزو څو اړخیزو اقتصادي سازمانونو استازو او مشرانو په ګډون د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ ترسره کېږي.