د بهرنيو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي. ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې اترې شوې دي. سرپرست وزیر په دغه کتنه کې له روسيې سره اړیکې مهمې بللي او ټینګار یې کړی، چې په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې بايد د دواړو هېوادونو اړیکې پراخې شي. نوموړي د افغانستان او روسیې ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تګ او راتګ هم مهم بللی او زياته کړې يې ده، چې د تېر کال په اوږدو کې ګڼ افغان چارواکي په روسیه کې ناستو ته بلل شوي دي. په ورته وخت کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دغه کتنه کې ويلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي. کابلوف همدارنګه ويلي چې هېواد یې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره د لوړې کچې خبرې اترې ولري او ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا پر امکاناتو بحثونه وکړي.