د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاریز سازمان یا ايپيک د مشرانو په غیررسمي غونډه او د جي شل په سرمشریزه کې تر ګډون او له پیرو او برازیل څخه تر رسمي لیدنې وروسته، د نومبر په ۲۳مه نېټه بېجینګ ته راورسېد.
د موقعیت له مخې د چین او لاتینې امریکا ترمنځ واټن ډېر زیات دی. له چین څخه تر پیرو پورې، دغه څرګندونه په انګلیسي ژبه کې ګردې نړۍ ته د سفر معنا لري. خو لاټیني امریکا ته د رئیس جین پینګ دغه سفر د دې څرګندونې کړې چې د ګډې موخې لرونکو ترمنځ واټن لرې تل نه وي.
سږ کال د ايپیک د جوړېدو ۳۵مه کلیزه ده، پیرو په لاتینې امریکا کې هغه هېواد دی چې په یاد سازمان کې يې ګډون کړی او په دوامداره توګه یې د اسیا او ارام سمندر سیمې سره سوداکریزې اړیکې ټینګې کړې او چین يې تر ټولو لوی سوداګریز همکار ګرځېدلی دی. د دواړو خواوو سوداګریز ارزښت په ۲۰۱۶م کال کې پر لړمړي ځل له سلو میلیارډو یوانو څخه اوښتی. د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې د دواړو خواوو د وارداتو او صادراتو ارزښت 254 میلیارډو، 690 میلیونو یوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت 16.8 سلنه زیاتوالی ښيي.
پیرو ته د رئیس شي جين پينګ د سفر په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو مشرانو په ویډیويي توګه د چانکای بندر د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه بندر د کمربند او لارې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو یوه همکاریزه نښه بلل کېږي. د دغه بندر په فعالېدو سره به د لاتینې امریکا او اسیا ترمنځ د توکو لیږلو وخت ډېر کم شي او لګښت به يې هم ۲۰ سلنه کم شي. هر کال به د پیرو لپاره څلور اعشاریه پنځه میلیارډه ډالره ګټې ورسول شي.
د پیرو اکانومیک ورځپاڼې څو ورځې مخکې هم د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، په ایپيک کې په ګډون سره پیرو ته ډېر ګټې رسول شوې دي او نړیوال بازار ته د پیرو اقتصاد د ورخلاصون جریان یې ډېر پرمختګ موندلی دی.
بله خوا، سږ کال د چین او برازیل د سیاسي اړیکو د ټینګښت له ۵۰مې کلیزې سره برابره ده. له نیمې پېړۍ راهیسې، د دواړو خواوو اړیکو ثابت پرمختګ کړی او په مختلفو برخو کې يې همکاریو یو لړ لاسته راوړنې درلودلې دي چې د سراسري جنوب او د لویو پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ښه نمونه ګرځېدلې ده.
برازیل د جي شل د سږنۍ سرمشریزې د کوربه په توګه، د لوږې او بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه د نړیوالې اتحادیې جوړېدو لپاره هڅې کړې دي. چین په فعاله توګه په دغه اتحادیه کې ګډون کړی او د بېوزلۍ له منځه وړلو او د غلودانو امنیت د ساتنې په موخه يې د نړیوالې همکارۍ په اړه اته پلانونه وړاندې کړل.
سره له دې چې د چین او لاتینې امریکا ډېر لرې واقع دي، خو د سراسري جنوب د غړو په توګه، دواړو خواوو د پرمختګ او ابادۍ په اړه د ګډو موخو لپاره يې اوږه په اوږه کوښښونه کړي دي. د چین انکشافي بانک تر اوسه پورې د لاتینې امریکا په ۲۱ هېوادونو کې د څه باندې 250 پروژو لپاره 160 میلیارډه ډالرو په ارزښت سرمایې راغونډې او برابرې کړې چې د دغو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ته يې ګټې رسولې.
امریکا چې همیشه يې لاتینې امریکا خپل انګړ بللی، د چین او لاتینې امریکا د هېوادونو ترمنځ د نږدې همکارۍ په کتلو سره دغه هېواد ډېر غوسه شوی دی. امریکا په دې وروستیو ورځو کې د چانکای بندر پر پروژې بېځایه تورونه لګولي او اعلان يې کړی چې له پیرو سره به درې همکاریز پلانونه عملي کړي. خو پیرو ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، د امریکې د اوږدمهال یواړخیزو عملونو له امله، د لاتینې امریکا هېوادونو د امریکا اصلي څيره ښه پېژندلې ده.
د جي شل سرمشریزې په څنډه کې د ارجنټاین نوی ولسمشر څرګندونې هم د پاملرنې وړ دي. هغه مخکې د چین ضد رویه غوره کړې، خو دا ځل یې له رئیس شي جين پينګ سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټینګار کړی چې ارجنټاین غواړي له چین سره ثابتې او نږدې همکارۍ وکړي او د چیني شرکتونو هر کلی کوي چې په ارجنټاین کې پانګونې وکړي.
له دې ښکاري چې د چین عادلانه او د همکارۍ اغېزمنه رویه د نړیوالې ټولنې لخوا منل شوې او پراخ هرکلی يې شوی دی.
سږ کال د رئیس شي جين پينګ لخوا د چین او لاتینې امریکا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړېدو پلان د وړاندې کېدو ۱۰مه کلیزه ده. باور لرو چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د دواړو خواوو د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو کې لا زیات بریالیتوبونه تر لاسه شي.