په تخار ولایت کې یو شمېر خلک د خپلو لاسي صنایعو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي او وايي، چې د زاړه صنعت له منځه تلو ته اندېښمن دي. د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې سیمه ییز چارواکي وايي، دوی د کلالۍ یا خټینو لوښو صنعت ملاتړ کوي او د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره هڅې روانې دي. دا په داسې حال کې ده، چې کلالۍ د خلکو په منځ کې یو له پخوانیو مشهورو صنایعو څخه ده او په پخوا وختونو کې، د خټو او کلالیو لوښو کارول د خلکو په منځ کې زیات وو. خو د وارداتي لوښو د واردولو له امله د کلالۍ بازار سوړ شوی دی.