د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کاپیسا ولايت کې ۶ټنه بې کيفيته او تاريخ تېره خوراکي توکو او درمل له منځه وړل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ياده اندازه درمل او خوراکي توکي په کاپیسا او سرپل ولايتونو کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې څارنو پایله کې را ټول شوي وو. سرچينې زياته کړې، چې دغه توکي د یو ګډ پلاوي په شتون کې له منځه وړل شوي دي. د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړي.