په عمان کې د افغانستان د سفارت سرپرست حافظ عمر د دغه هېواد د خیریه سازمان له اجراییوي رییس محمد بن حمود بن سعید الذهلي سره کتلي. په دې کتنه کې حافظ عمر په افغانستان کې د یاد سازمان له لوري د بېلابېلو خیریه پروژو ترسره کولو له امله مننه کړې او د نيمګړو پاتې پروژو د بیا پيل او نويو پروژو د ترسره کولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې. ښاغلي محمد هم له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او د تېرو ژمنو د ترسره کولو ترڅنګ يې ویلي، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.