د راپورونو له مخې د ترکیې سمندري ځواکونو ۱۲۸ کډوال د چاناق قلعه په ولایت کې نیولې دي. د مالوماتو له مخې دا کډوال د افغانستان او ایران اتباع دي، چې شاوخوا پنځهدېرش کسان یې په وچه کې نیول شوې دي او نور یې د امنیتي ځواکونو د دوو نورو عملیاتو په ترڅ کې په اوبو کې د سفر پرمهال پېژندل شوي او نیول شوې دي. ترکیې له تېرې اوونۍ راهیسې د غیرقانوني کډوالو پرضد په خپل هېواد کې عمومي عملیات پيل کړې دي. د یادو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر افغانان او ایرانیان نیول شوي دي.